Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکي: کلینک کې د درملو نه شتون له امله ستونزو سره مخ یو 

admin by admin
2021/11/28

په سوېل کې د پکتیا لجه منګل ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، کلینک کې د درملو او تشکیل کموالي تر څنګ، ودانۍ یې نظامي تاسیساتو ته څېرمه ته  ده،چې مخکې د جګړو له کبله کرایي کور ته انتقال شو او اوس په کې ولسوالي فعاله ده .

د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« د روغتیا برخه کې دلته ستونزې زیاتې دي.کلنیک مخکې د جګړو له کبله له خپلې ودانۍ کرایي کور ته انتقال شوی دی. نه پوهیږو، چې څومره کرایه به ورکوي، د درملو او تشکیل کموالی خو له پخوا نه موجود دی.»

د لجې منګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ ته دې بل ځای کې مجهز کلینیک جوړ کړي،چې  وړ ډاکتران ولري،ځای ورته قوم ورکوي،خو دوی دې  راته جوړ کړي.»

د لجه منګل روغتیایي مرکز مشر طاهر وایي، کلنیک د جګړو له کبله کرایي کور ته انتقال شوی، د درملو د کموالي ستونزه هواره شوې او په خبره یې یوازې د ښځینه ډاکترې بست خالي لري. 

طاهر زیاته کړه:«د کلینیک ودانۍ پوځي تاسیساتو ته نږدې وه،بیا موږ د سختو جګړو له کبله اړه شوو،چې کرایي کور ته یې انتقال کړو، تر اوسه دلته یو.»

د لجه منګل ولسوال وایي،د کلنیک ودانۍ نظامي تاسیساتو ته څېرمه او جګړه کې زیانمنه شوې ده او اسلامي امارت پلان لري،چې بله سیمه کې کلینک ته ودانۍ جوړه کړي. 

هغه زیاته کړ ه:«د ولسوالۍ ودانۍ نه شته دی. دا کلنیک دی،چې ولسوالۍ او قوماندانۍ ته څیرمه دی. دا ځای او ورته د ناروغانو راتګ بیخي مناسب نه دی، اسلامي امارت هڅه کوي،چې یوه بله سیمه کې کلنیک ته ودانۍ جوړه کړي.»

لجه منګل د ګردیز ــ پټان پر لویه لاره پرته او غرنۍ ولسوالي ده،چې مخکني حکومت ورته پام نه دی کړی او اوسیدونکي یې وایي،بېلابېلو برخو کې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist