د افغانستان صنعت او سوداګرۍ چارسمبالی وزیر نورالدین عزیزي،چې تازه له پاکستانه راګرځېدلی وايي، له پاکستان سره یې پر شااوخوا ۲۲ مواردو هوکړې کړې،چې له مخې به یې د سوداګرۍ برخه کې ټولې ستونزې حل شي.
عزیزي پاکستان ته وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک بولي او زیاتوي،چې په تیرو شل کلونو کې داسې پرمختګ نه و شوی.
سوداګرۍ وزارت، پاکستان ته وروستی سفر ګټور بولي او زیاتوي، له یاد هېواد سره ټولې سوداګریزې ستونزې حل شوي او تر دې وروسته افغان سوداګر کولی شي، خپل اموال تر کراچۍ ښار، واګې بندر او د چین تر بندرونو ورسوي.
عزیزيز زیاته کړه:«افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ یو پل دی او ان د بلاروس، اوکراین او ځینو نورو سیمو پورې، غوره لاره چې کولی شي له بحر سره وصل شي.»
د صنعت او سوداګرۍ خونې چارسمبالی یونس مومند بیا وايي:« موږ کولی شو،چې خپل اموال له افغانستانه مستقیما د چین تر بندره یوسو او د تیر سازمان په درلودلو سره کولی شو چې مالونه د کراچۍ او د واګې تر بندره ورسو. ان هغه هېوادونه،چې د تیر سازمان غړي دي، موږ کولی شو سویلي اسیا ته مالونه ورسو.دا د خوښۍ زیری دی.»
د صنعت او سوداګرۍ چارسمبالی وزیرنورالدین عزیزي وايي، افغانستان اوس د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د وصل نقطه ګرځېدلی او پاکستان په ټولو افغاني اموالو مالیه کمه کړې ده.
عزیزي وايي، پاکستان ورسره ژمنه کړې ده،چې افغان سوداګرو ته به د اسانتیاوو په موخه پنځه کلنې ویزې ورکړي.
عزیزي زیاته کړه:« پاکستان اعلان کړه،چې افغان سوداګرو ته به پنځه کلنې متعددې (ملټيپل) ویزې ورکوي،چې تر دې وړاندې به اوږدمهاله ویزه حد اکثر یو کلنه وه.»
عزیزي وايي، پاکستان ورسره منلې ده،چې د تورخم او جلال اباد دویم لاین سړک به هم ډېر ژر ورغوي.
عزیزي زیاتوي،چې هڅې روانې دي،ترڅو د سپین بولدک او تورخم دروازې په ۲۴ ساعته توګه پرانستې وي او تر راتلونکو شااوخوا ۲۰ ورځو به داسې پروګرام جوړ شي،چې هره ورځ به تر ۲۰ مسافر وړونکي موټر د ننګرهار او پېښور ترمنځ تګ راتګ کوي او مسافر به انتقالوي.
هغه وايي:« د مسافرینو د لېږد رالېږد موضوع وه، له جلال اباد تر پېښور او له پېشور تر جلال اباد چې په شل ورځو کې فعالېږي او هره اوونۍ به شل مسافر وړونکي موټر له دېخوا او شل له هغې خوا مسافر انتقالوي، دا په دې موخه چې خلک په تورخم کې ستونزې لري.»
اسلامي امارت وایي،په سوداګریزو لاریو کې به داسې سیستم ځای پر ځای کړي،چې هر ځای روان وي، دوی ته یې مالومات وشي،چې څه یې بار کړي او د کوم هېواد اړوند کېږي.
دغه راز به په نږدې راتلونکي کې کابل او اسلام اباد کې ګډ سوداګریز کنفرانس جوړ شي، چې په یو شمېر سوداګریزو مسایلو به خبرې وشي.