د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا د طالبانو پر وړاندې جګړه کې هر کال تر ۴۰ ملیارده ډالرو لګښت درلود، خو پایله یې صفر وه.
د خلیلزاد په خبره، د طالبانو پر وړاندې د امریکا جنګي ستراتیژي له پیله ناکامه وه.
میډل ایسټ خپرونې د زلمي خلیلزاد له قوله ویلي، داعش ډله سیمه ییزې ريښې لري او ټوله سیمه مسووله ده، چې د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي.
افغانستان کې روان بحران ته په اشارې خلیلزاد ویلي، د فارس خلیج هېوادونه د افغانستان د وضعیت په مدیریت کې مهم رول لري او واشنګټن ته په کار ده، چې د فارس خلیج هېوادونو سره له نږدې کار وکړي.