افغان پانګه والو او صنعت کارانو د یکشبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۹ مه » کابل کې په یون نندارتون کې پر امریکا، اروپا، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو پر سازمان غږ وکړ،چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د بیرته ازادولو لپاره دې هڅې وکړي او افغانان دې له روان بحران وباسي.
دوی همدا راز نیوکه وکړه،چې امریکا او نړیواله ټولنه دې پر افغانانو د خپلو غوښتنو منلو لپاره پرافغانستان فشارونه او بندیزونه نه لګوي او نوی حکومت دې پر رسمیت وپيژني.
افغان سوداګر شاه محمد شهاب وايي:« نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه پر امریکا دا غږ کوو،چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، بهانې دې نه جوړوي او نه ورته بهانه پاتې ده او نه دوی قانوني حق لري،چې موږ په رسمیت ونه پېژني.»
سوداګر اندېښنه لري،که وضعیت همداشان دوام وکړي،افغانستان به یو ځل بیا د نشه یي توکو د کښت مرکز وګرځي، وسله والې ډلې به په کې سر راپورته کړي،چې له بدو اغېزو نه به یې نړیوال هم خوندي نه وي.
سوداګرو او صنعتکارانو پر ګاونډیانو او سیمې هېوادونو هم غږ وکړ،چې له افغانستان سره دې د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې شته ستونزې حل او اسانتیاوې دې رامنځته کړي.
افغان سوداګر شاه محمد شهاب وايي:« که دوی موږ پر رسمیت ونه پيژني او زموږ کنګل شوې پیسې رانه کړي او مشکلات جوړ کړي، نو افغانستان کې به د مجبوریتونو پر اساس ډیر جرایم شروع شي،د مواد مخدور قاچاق به شروع شي،ځکه خلک به اړ وي او بله لاره به نه لري.»
صنعت کارانو له اسلامي امارته هم وغوښتل،چې کورني صنعت ته دې وده ورکړي، کورنیو تولیداتو ته دې بازار موندنه وکړي او د پانګوالو ځاني امنیت دې خوندي کړي.
د صنایعو او کانونو خونې مشر شیر باز کمین زاده وايي:« نړیواله ټولنه له موږ سره هغه ظلم کوي،چې د بشر په تاریخ کې نه دی شوی. په شلو کلونو کې یې چیغې وهلې،چې افغانستان ته مو دیموکراسي راوسته، امنیت مو راوست او د ښځو حقوق مو تامین کړل او داسې نور، دا ټولې خبرې یې په دنیا واورولې، خو نن له افغانانو سره هغه څه کوي،چې بد ترین دښمن به یې ونه کړي.»
د صنعت او سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:« یو سهامي شرکت دې جوړ شي،د برق لپاره او ټول تجاران دې په هغې کې برخه واخلي. د برېښنا وزارت او د افغانستان پښتني بانک دې په هغې کې له موږ سره پوره همکاري وکړي او زموږ د پانګې ساتندویه دې شي.»
نندارتون کې بیا د صنعت سوداګرۍ او وزارت صنعت کارانو ته ډاډ ورکړ،چې شته ستونزې به یې ورته حل کړي او لا زیاتې اسانتیاوې به رامنځته کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د نوي حکومت ټول مشران جدي تصمیم لري،چې صنعت ته وده ورکړي او د سوداګرو شته ستونزې کړي.
مجاهد زیاته کړه:« صنعت کاران او سرمایه داران زموږه سرمایه ده، لکه څنګه چې ستاسې پیسې ستاسې سرمایه ده دا ستاسې موجودیت د ملت سرمایه ده. موږ باید ستاسې په موجودیت هم ویاړ وکړو، هم مو امنیت وساتو او هم مو قدر وکړو.»