د شلو پرمختللو هېوادونو مشرانو پرون شپه د اقلیم بدلون په تړاو یو شمېر اړین تصمیمونه نیولي، خو لا یې مشخصې ژمنې نه دې کړي.
د جي شل هېوادونو مشرانو ویلي، د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره باید ګډ کار وشي.
هغوی ویلي، په بې وزله هېوادونو کې باید هغه فابریکې وتړل شي، چې د سکرو ډبرو پر اور چلېږي، خو د دې پریکړې د عملي کولو لپاره یې مهال ویش و نه ټاکه.
دغو مشرانو پرېکړه وکړه، چې د کاربن مخه به ونیسي ځکه له امله یې د ځمکې د تودوخې درجه څه باندې ۲ فارنهایټه پورته شوې ده.
بل لور ته د جي شل هېوادونو پر ناستې نیوکې کوونکي وايي، په دغه غونډه کې هېڅ ډول عملي ژمنې نه دي شوي او هرڅه نمایشي وو.
په ورته وخت کې بیا د ملګرو ملتونو په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو دغه ناسته بریالۍ بللې ده.