د بريتانيا بهرنيو چارو وزیرې لیز تراس ویلي، چې دغه کسان یې د همجنسبازانو د حقونو د سازمانونو پر مرسته له افغانستانه و اېستل.
هغې ویلي، د دې کسانو د اېستلو په برخه کې یې مهم رول لوبولی او له افغانستانه به د هغو افغانانو د را اېستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، چې هلته یې ژوند په خطر کې دی.
د افغانانو په دې همجنسبازه ډله کې زده کوونکي او مدني فعالان هم شامل دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلې، چې دا هغه طبقه ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال تر بل هر چا له ډير تبعیض سره مخامخ دي او زورزیاتی ورسره کېدای شي.