په ایران کې د سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې امریکا له افغانستانه په شرموونکي بڼه ووتل او دا هېواد یې په بد وضعیت کې پرېښود.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، امریکا په بې شرمانه توګه ووتله او په بد حالت کې یې افغانستان ته شا کړه او په خبره یې په تېرو شلو کلونو کې یې یو داسې نظام جوړ کړ، چې له وتلو وروسته یې په سملاسي توګه له منځه لاړ.
هغه د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ، چې اوس باید په ګډه د افغانستان همکاري ته ور ودانګي.
نوموړي زیاته کړې، له نورو هېوادونو سره په ګډه یې له افغانستان سره د مرستو لړۍ پیل کړې او دوام به ورکړي.