Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کابل کې د جرمني له لوري  پر ۵۰۰ کورنیو مرستې ووېشل شوې 

admin by admin
2021/10/28

په کابل کې د چهار شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۵ مه »  د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې کمېټې له خوا پر شااوخوا ۵۰۰ کورنیو د نږدې ۲۰ زرو یورو پر ارزښت مرستې ووېشل شوې. 

د یاد کمېټې مشر محمد عالم شهاب  وایي، که څه هم دغه مرستې مهمې دي،خو په خبره یې د افغانانو درد نه شي دوا کولی او اړتیا ده،چې نړیوال له ظلم لاس واخلي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

شهاب زیاته کړه:« که تاسې په ریښتیا بشردوستان یاست او غواړئ، چې بشردوستي وکړئ او فقر او بې وزلي ختمه شي، نو زموږ دروازې خلاصې کړئ، زموږ خپلې دروازې مو پر موږ تړلي دي، ولې؟»

د کابل د مهاجرینو  ریاست مشر قاري عبدالمتین رحیمزی وایي،په ټولو حوزو کې یې سروې کړې او ټولو اړمنو کورنیو ته به وخت پر وخت مرستې ووېشي.

خو رحیمزی د  ژمي په را رسېدو اندېښمن دی او پر نړیوالو یې غږ دا دی،چې د افغانانو لاسنیوی دې وکړي.

رحیمزي زیاته کړه:« دا د جرمني کومه مؤسسه چې ده،د افغان ماشومانو لپاره مرستې کوي،هغوی په هره اوونۍ کې حد اقل له  ۵۰۰  کورنیو سره مرستې کوي. په دې اوونۍ کې یې له زرو کورنیو سره مرسته وکړه. موږ ترې مننه کوو او الله دې پر ټولو انسانانو کې دا حس پیدا کړي،چې د بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړي.»

د مهاجرینو ریاست وایي،پرون یې له شااوخوا ۹ سوه داخلي بې ځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته انتقال کړې او په خبره یې ۲۰۰ نورې کورنۍ به دایکندي، بامیان او غور ته ولېږدوي،چې ټول لګښت یې ورکول کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist