هسپانیوي چارواکي وايي، دا په اروپا کې له تېرو سلو کلونو راهیسې بې سارې اورغورځوونه ګڼل شوی ده.
د سیمې چارواکي وايي، دغه اورغورځوونکي غره له تېرو څو اونیو راهیسې شاوخوا سیمې ډېرې ویجاړې کړي دي.
په دغه اور کې څه باندې ۲ زره ودانۍ ویجاړې شوي دي او په تخمیني ډول ۷ نیم زره کسان له خپلو سیمو او کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
ساینس پوهان په دې نظر دي، چې ښايي د دغه اورغورځوونکي غره لمبې تر راتلونکو درې میاشتو نور هم دوام وکړي.