په کابل کې د شهید سردار محمد داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۵ مه» د ډاکټرانو د ساین درېیم نړیوال کنفرانس جوړ شو،چې په کې د عامې روغتیا وزارت سربیره د ملي دفاع چارسمبالي وزیر ملا یعقوب مجاهد هم ګډون کړی و.
ملا یعقوب چې په لومړي ځل رسنیو ته راڅرګند شوو وویل، د ولس یوځای کېدو په صورت کې هېواد د جوړیدو لور ته روان دی او افغانانان به د یوه ښه ځواک خاوندان شي.
یعقوب زیاته کړه:« که چېرې ټول افغان ولس او مسوولین خپل کار ته ژمن پاتې شي او هېله شته چې وطن جوړېږي او خپلو موخو ته رسېږو.»
ملا یعقوب ټولو پانګوالو او روغتیايي پرسونل ته ډاډ ورکړ،چې په هر وخت کې د دوی په خدمت کې دی او غوښتنه یې وکړه،چې په افغانستان کې پاتې شي او پانګونه دې وکړي.
هغه وايي:«د هر فرد او ډاکټر په خدمت کې یم. راشئ! دلته شتمني مصرف کړئ، پانګونه وکړئ او روغتونونه جوړ کړئ.»
په دې کنفرانس کې د عامې روغیتا چارسمبالي وزیر عباد قلندر ژمن وکړه،چې ټولو روغتونونه به معیاري کوي او ډاکټرانو ته به لازم امکانات په اختیار کې ورکوي.
قلندر زیاته کړه:« ژمن یم،چې ستاسې د فعالیتونو معیاری کولو کې هر ډول لازم امکانات په اختیار کې درکړم، ځکه زموږ فقیر او بې وزله هېودوال دې ته اړتیا لري.»
د شهید سردار محمد داوود خان روغتون مشر خوښي وښوده،چې په هېواد کې جګړه نه شته او روغتون ته تپي کسان نه راوړل کېږي او په خبره یې په دې روغتون کې د نورو کسانو درملنه کېږي.
د جمهوریت پرمهال هم هڅې وشوې،چې په کور دننه روغتیايي سستم معیاري کړي،چې افغان ناروغان بهر ته د تګ پرځای دلته یې درملنه وشي خو بریالي نه شول.
په دغه کنفرانس کې کې د افغان پوځ یو مخکیني جنرال هم ګډون کړی و .