حيرتان بندر کې د سوداګرۍ عادي کېدو او سوداګرو ته د يو لړ اسانتياوو له رامنځته سره سره لاهم په بلخ ولایت کې د خوراکي توکو بیې د پام وړ نه دي راټيټ شوي.
د بلخ اوسېدونکي شکايت کوي،چې د ژمي په را رسېدو، د کار نشتون او د خوراکي توکو د لوړو بیو له امله له ګڼو ستونز سره مخ شوي دي.
دوی وایي، له اسلامي امارته غواړي،چې ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.
د مزارشريف اوسېدونکی سخي داد وايي:« له يوې خوا یخني را روانه ده، بل خوا لوږه ده،خلک ډوډۍ نه لري، یو شمېر خلک ښايي تلف شي.نو زموږ غوښتنه دا ده،چې د خلکو لاسنيوی دې وشي.»
د مزارشريف یو بل اوسېدونکی راز محمد وايي:« خلک له ستونزو سره مخ دي، د سون او خوراکي توکي بايد ارزانه شي. کار چې نه وي خلک، څه وکړي، اوس هم ځوانان روان دي، بهرنيو هېوادونو ته ځي.»
له دې سره مزارشريف ښار کې يو شمېر هټۍ وال وايي، په تېرو څو ورځو کې يوازې د اوړو بیه په يوه بورۍ کې ۲۵۰ افغانۍ راټيټ شوی او د نورو خوراکي توکو بیې پر خپل ځای دی.
مزار شریف ښار کې یو هټۍ وال عبدالکري وايي:« زموږ غوښتنه دا ده،چې خوراکي توکي بايد ارزانه شي، د خلکو پيسې بايد په بانکونو کې خلاصې شي او خلک بايد خپل کاروبار ته مخه وکړي.»
یو بل هټۍ وال رحمت الله بیا وايي:« حکومت مسوول دی،چې نرخنامې وټاکي. په بازارونو کنټرول ولري او تجارتي اموالو د کيفيت په اړه اقدامات وکړي.»
په ورته مهال د بلخ صنعت سوداګرۍ خونې د اړیکو مسوول حسن انصاري وايي، د سوداګرو اوسني واردات تر ډېره د پخوانيو قرادادونو له مخې اجرا کېږي او ه\ېله څرګندوي،چې د نويو تړونونو په کولو سره به د خوراکي توکو بیو کې کم والی راشي.
انصاري وايي:« کوم سوداګريز اموال چې تر اوسه واردېږي،دا د پخوانيو قراردادونو اړوند دي. زموږ سوداګر هڅه کوي،چې نوي قراردادونه وکړي او له هغې وروسته ډېره هيله مندي شته،چې د خوراکي توکو بیې نورې هم ښکته شي.»
د مزارشريف اوسېدونکي او يو شمېر هټۍ وال د ځينو سوداګرو له خوا احتکار کول د خوراکي توکو بیو لوړېدو يو لا مل بولي او غوښتنه کوي،چې نرخنامې دې وټاکل شي.