د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د الدای بحث کلب کې د خبرو پر مهال وویل، مسکو د سخت درېځه ډلو له نوملړه د طالبانو پر لرې کولو غور کوي.
پوټین زیاته کړې:« جګړه ځپلي هېواد کې ثبات د ټولو ګاونډیانو پر ګټه دی. افغانستان باید اقتصادي مرستې ترلاسه کړي او ټوله کنګل شوې شتمنۍ یې باید ازاده شي. طالبان په روسیه کې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل دي،طالبان اوس پر ټول افغانستان حاکمیت لري. روسیه به د سخت دریځو ډلو له تور نوملړه د طالبانو په اېستلو بیا غور وکړي.»
پوټین باثباته افغانستان د ټولو پر ګټه بللی او له افغانستان سره پر اقتصادي او بشري مرستو سربیره د کنګل شوې پانګې په بېرته ازادولو یې ټینګار کړی دی.
روسیه د سخت دریځه ډلو له نوملړه د طالبانو پر اېستلو داسې مهال غور کوي،چې پر افغانستان د اسلامي امارت واکمن کېدو وروسته هم ملګرو ملتونو له تور نوملړه د ځینو طالب چارواکو نومونه نه دي اېستلي او یوازې بهر ته پر سفرونو د بندیزونو موده تر ډيسمبر میاشتې غځولې ده.