د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ یو شمېر د انارو بڼوال وايي، د وروستیو جګړو او هوايي بريدونو له امله یې د بڼونو زیاتې ونې له منځه تللي او دوی ته درانه زيانونه اوښتي دي.
دوی وایي، له ځېنو بڼونو آن د جګړیزو سنګرونو په توګه کار اخېستل شوی دی.
د ارغنداب ولسوالۍ کې یو تن د انارو بڼوال حضرت عمر وايي:« یو خو وچکالي وه،اوبه ډېرې ناوخته راخوشې شوې، انار مو له همدې امله هم ډېر خرابه شول. بله دا ده،چې بمبارۍ وشوې،چې دې چارې د انارو بڼونه ډېر زیانمن کړل. زموږ په بڼ کې ډېر جنګونه وشول. هوانونه په کې ولګېدل. الوتکو بمبار وکړ. داسې شرایط راپېښ شول،چې موږ ټولو ته یې زیان ورسېد.»
د ارغنداب ولسوالۍ کې یو بل د انارو بڼوال صدیق الله وايي:« دلته خلکو ته ډېر زیانونه واوښتل، د چا کورونه چور شول، د چا د بڼونو دېوالونه ونړېدل، د ځنو په بڼونو کې جوړې شوې خونې ونړېدې. بمبارونه پرې وشول. د یو شمېر کسانو بڼونو ونې ډېرې زیانمنې شوې.»
د کندهار د کرنې ریاست په دې تړاو له خبرو کولو ډډه کوي،خو د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مشر نصرالله زهير وایي،شااوخوا ۴۰۰ زره د انارو وني، د اوبخور سيستم او باغونه ارغنداب کې د وروستيو جګړو له امله زيانمن شوي دي.
زهير له طالب چارواکو غواړي،چې کندهار کې د زيانمنو شویو بڼوالو سره بنسټيزي مرستي وکړي.
زهير وايي:« له دې خلکو سره باید مرسته وشي،چې څنګه ویالې پاکې کړي، څنګه پلان جوړ کړي. د بڼوالو سږنی حاصل خو خراب شو. تېر کال هم نیم خراب شوی وه. د دې خلکو تضمین څوک کوي،دوی ته د کورنۍ سرپرستي ور پرغاړې ده. زموږ غوښتنه له حکومته دا ده،چې له دې خلکو سره د خوراکي توکو او نورو برخو کې مرستې وکړي.»
د وروستیو جګړو له امله د بڼونو ترڅنګ د عامو خلکو ګڼ کورونه هم کندهار کې زيانمن شوي او زرګونه کورنۍ له خپلو سيمو بې ځایه شوي،چې ډېری یې اوس هم د بېوزلۍ او فقر تر کرښي لاندې ژوند کوي.
د کندهار ولایتي چارواکو تر اوسه پورې په دغه ولایت کې له اړمنو او د جګړې له امله د زيانمنو شویو کورنیو سره مرستی نه دي کړي،خو له مرستندويه بنسټونو يې دغه ولایت کې د فعاليت د پېل غوښتنه کړې.