د بلخ ولایت پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو پر مخ ټول ښوونځي پرانيستي او درسي بهير په منظم ډول روان دی.
دوی همدا راز له کورنيو څخه غوښتنه کوي،چې خپل اولادونه دې په ډاډه زړه ښوونځيو ته ولېږي.
د پوهنې ریاست آمر مولوي محمد نعيم بلخي وايي:« بلخ کې له کوم خنډ پرته د پوهنې چارې پر مخ روانې دي، تاسې کولای شئ، چې د ښوونځيو له زده کوونکو او پرسونل سره وګورئ. له پيله تر اوسه پورې زموږ په تعلیمي بهير کې هېڅ ډول خنډ نه ده رامنځته شوی،خلک خوشاله دي او له لومړي څخه تر دولستم ټولګي پورې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي.»
مزار شریف ښار کې د ګوهر خاتون ښځينه ښوونځي يوې ښوونکې شمشاد نيوز ته وويل، دلته تر دولسم ټولګي پورې نجونې هره ورځ خپلو زده کړو ته ورځي.
د سهیلا وردګ په وينا،بلخ کې د ښځينه زده کوونکو تر څنګ ښځينه ښوونکې هم په منظم ډول خپلو دندو ته ځي.
وردګ زیاته کړه:« موږ له اسلامي امارته ډېر منندوی يو،چې د بلخ ټول ښوونځي يې د هلکانو تر څنګ د نجونو پر مخ هم پرانیستي دي.موږ ښوونکي هم زحمت باسو او کار کوو چې د ټولنې اولادونه ښه وروزل شي.»
بلخ کې د لیسې دورې يو شمېر ښځينه زده کوونکو شمشاد سره خبرو کې د افغانستان له اسلامي امارته مننه وکړه،چې دوی ته يې د زده کړو ډاډمن چاپېريال جوړ کړی.
دوی همدا راز غوښتنه کوي،چې ښځو ته دې د لوړو زده کړو او دولتي ادارو کې د کار کولو زمينه هم برابره شي.
د دولسم ټولګي زده کوونکې تمنا وايي:«موږ په ښوونځي کې يو، هر څه عادي شوي لکه د پخوا په څېر، زموږ امنيت تامین دی. زموږ د زده کړو ممانعت هم نشته. زه په ټولو کورنيو غږ کوم چې خپل اولادونه نارينه او ښځينه دې ښوونځيو ته واستوي.»
د يوولسم ټولګي یوه بله زده کوونکې فاطمه بیاا وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې نجونو ته اجازه ورکړي،چېدولتي پوهنتونونو ته ولاړې شي او همدا راز دې ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو زمينه برابره کړي،ترڅو هغوی هم د خپل هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.»
په ورته مهال بلخ کې ښوونکي د افغانستان له اسلامي امارته د خپلو تنخواوو غوښتنه هم کوي، هغه څه چې مسوولين يې د اجرا کېدو ډاډ ورکوي.
په داسې حال کې چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د اوس لپاره بنديز لګول شوی؛خو د دې بر عکس بيا بلخ کې ټول ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستي دي.