په کابل کې نن چهار شنبه د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۴ مه» د يوه خصوصي پوهنتون استاد او کورنۍ يې له دې امله د اعتراض په ډول کفنونه اغوستي دي، چې ګواکې اسلامي امارت يې حقونه نه ورکوي.
استاد محمد صابر انسان دوست وايي، د ده په څېر د ډېرو نارينه و او ښځینه و حقوق اخېستل شوي دي.
انسان دوست وايي: «اوس مهال زه بې روزګاره او وږی يم. اسلامي امارت زما او د ډېری کسانو اسلامي او اساسي حقوق سلب کړي دي. نارينه له کارونو او ښځینه له تحصيل څخه بې برخې شوي دي. امنيتي خوندیتوب نه لرو.»
د پوهنتون د ياد استاد په خبره تر دوه ميلیونه زیات کسان له دوه میاشتو راهیسې بې روزګاره شوي او اوس له هېواده وتلو ته اړ شوي دي، چې دا د یو لوی بشري ناورین پيلامه ده.
انسان دوست زیاتوي: «اوس مهال تر درې ميلونه کسانو پورې هڅه کوي ترڅو له هېواده ووځي، ځکه چې دوی ټول بې کاره دي. نو د دومره ډېرو کسانو وتل له هېواده د لوی بشري ناورین لامل کېدای شي.»
استاد محمد صابر سره په دغه اعتراض کې له هغه سره یې مېرمن هم یوځای ده او نیوکه لري چې په يوه خصوصي لېسه کې ښوونکې وه، خو اوس ترې د کار حق اخېستل شوی او له بد اقتصادي وضعیت کړېږي.
شيلا انسان دوست وايي: «ځینې داسې ښځې وې، چې د کورنۍ سرپرستي ورپر غاړه وه، اوس ښځې اوس په کور ناستې دي، اړې دي چې يا سوال وکړي او يا فحاشۍ ته مخه کړي.»
له يادې کورنۍ سره يې ماشومان هم و، چې په لاسونو کې يې بېلابېل شعارونه انتقالول او له اسلامي امارت يې ځينې غوښتنې لرلې: «زه له اسلامي امارته غواړم چې ماته زما د تحصيل او نور حقونه بېرته راکړي.»
ياده کورنۍ وايي، که يې غوښتنې ونه منل شي، اعتراض به پراخ کړي او نور خلک به هم وهڅوي، تر څو له دوی سره يوځای خپل حقوق وغواړي.
د افغانستان اسلامی امارت مسولینو بیا تر اوسه پورې د یادو معترضینو د ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.