هغه وايي، لومړي سر کې هغه شااوخوا ۲۵ زره پاسپورټونه ورکول کېږي،چې چارې یې وړاندې بشپړې شوي او یا نیمګړي پاتې دي او ورپسې به یو سل او اویا زره نور هغه وېشل کېږي،چې فورمې یې له پخوا ډکې شوې وې.
حقاني زیاته کړه:«ل موږ له ټولو مخکې هغه پاسپورټونه اجراء کوو،توزیع کوو،چې کارونه یې بشپړ او یا نیمګړي پاتې وي. هغه پاسپورټونه چې پیسې یې داخلې شوې دي او تقریباً کارونه یې د بشپړېدو په درجه کې دي له شل تر ۲۵ زرو دي.»
هغه وايي، پخوانۍ ښځينه کارکوونکې یې هم راغوښتې او د ښځینه مراجعینو لپاره ځانګړې د تګ راتګ لارې او دفترونه جوړ شوي دي.
حقاني زیاتوي:« کوښښ به وکړو،چې په ورځ کې د درې زرو پر ځای پنځه یا شپږ زره پاسپورټونه په مرکز کې اجراء کړو. موږ د ښځینه مراجعینو لپاره ښځینه کارکوونکې ګومارلي دي.»
کورنیو چارو وزارت د رسنیو او عامه اړېکو مشر قاري سعید خوستی وایي، ټول هغه پخواني مسلکي کادرونه به بیرته خپلو دندو ته وروغواړي او د ښځینه کارکوونکو لپاره به ځانګړي ځایونه ولري.
خوستي زیاته کړه:« اسلامي امارت په ټولو برخو کې ژمنتیا لري،چې د دې هېواد څومره مسلکي کادرونه دي،هغه به بېرته خپلو کارونو ته راغوښتل کېږي او له هغوی به کار اخېستل کېږي.»
د پاسپورت ریاست وایي، واسطه، جعل او فریب نه مني او خپل ټول پرسونل ته یې سپارښتنه وکړه،چې پرته له کوم، فشار، مصلحت او واسطې خپلو چارو ته دوام ورکړي.
اخوا بیا خپلو دندو ته بېرته را ګرځول شوې ښځینه کارکوونکې وايي، خوښې دي،چې بیرته خپل کار ته راغوښتل شوې دي او د کار حق ترې نه دی اخېستل شوی.
د پاسپورت ریاست یوه کارکوونکې وايي:« پرون ورځ راسره اړیکه ونیول شوه،چې د پاسپورت ریاست ښځینه کارکونکې دې هم خپلو دندو ته راشي او دوام دې ورکړي. موږ له اسلامي امارت خوښې یوو،چې ښځو ته یې هم حق ورکړ او نن یې جلسې ته رغوښتې یوو.»
د پاسپورت ریاست د مشر په وینا شااوخوا یو میلیون له پخوا چاپ شوي پاسپورټونه لري،چې هره ورځ به یې ۶ زره جلده پرته له کوم تغیر وویشي،چې له درکه به یې تر پنځوس میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.
مسوولینو همدا راز ډاډ وښود،چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر هم پیل کوي،خو دقیقه نیټه یې اعلان نه کړه.