د کورنیو چارو وزارت ویاند او د مطبوعاتو برخې مشر قاري سعید خوستی وايي، په پام کې ده چې بګرام او یو شمېر نورې پوځې اډې چې د وروستیو تحولاتو له امله تخریب شوي دي، یوځل بیا ورغوي.
خوستی وايي، دغه اډې د اسلامي اردو لپاره مهمې دي، چې تخنیکي چارې یې هم په چټکۍ سره پرمخ روانې دي.
خوستی زیاتوي: «په هېواد کې چې څومره پوځي اډې دي، هغه به بېرته فعالېږي، له ډلې یې یوه د بګرام هوايي اډه ده، چې د استفادې لپاره به چمتو شي. د بګرام او نورې پوځي او هوايي اډې د اسلامي امارت د پوځ او اردو لپاره مهمې دي، چې تخنیکي چارې یې هم پرمخ روانې دي.»
پوځي کارپوهان وايي، د بګرام هوايي اډه په سیمه کې له ستراتیژیک موقیعته برخمنه ده او باید د افغانستان پوځ په داسې مرکز بدله شي، چې په راتلونکي کې د هېواد داستقلال په ساتنه کې ترې کار واخېستل شي.
د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: «د بګرام هوايي اډه په سیمه کې له یو ستراتیژیک موقیعته برخمنه ده، بګرام په حقیقت کې د افغانستان د هوايي ځواک هغه ستر مرکز و، چې د هېواد د استقلال په ساتلو کې یې رول درلود، بګرام باید د افغانستان د اردو په داسې یوه ستر مرکز بدل شي، چې په راتلونکې د هېواد داستقلال په ساتنه کې رول ولري او په هېڅ صورت باید دغه اډه د بهرنیو هېوادونو د نظامي فعالیتونو پر مرکز بدله نه شي.»
په تېرو شلو کلونو کې امریکا د بګرام له هوايي اډې په افغانستان کې د یو سترپوځي مرکز په توګه کار اخېست او پر طالبانو یې د هوايي بریدونو لپاره الوتکې هم له همدې پوځي اډې پورته کېدې.
د دې ټولو ترڅنګ په دغه پوځي مرکز کې زرګونه زندانیان هم ساتل کېدل، چې ډېری یې طالبان وو.