په کابل کې د خپرندويه ټولنو مسولين وايي، له نږدې دوه میاشتو راهیسې یې کار په ټپه درېدلې او د کتاب اخېستلو تقاضاء کمه شوې ده.
سره له دې چې افغانستان کې له وړاندې د مطالعې فرهنګ زیات عام نه و، خو بيا هم د کتابونو د چاپ بهير ګړندی او آن هرې خپرندويه ټولنې به په مياشت کې لسګونه ټوکه درسي او غيرې درسي کتابونه چاپول.
اوس چې د افغانستان خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو کړيږي، د خپرندويه ټولنې مالکين يې هم همدا علت بولي او وايي، که د خلکو اقتصاد ښه نه شي، د دوی کاروبار ورسره نور هم د خرابېدو خواته ځي.
د اکسوس کتاب پلورنځي مدير نصرت الله رحيمي وايي:«د تېر په څېر د مطالعې زده کوونکي کتابخانې ته راتلل او موږ به چې کوم کتابونو چاپ کول يا ژباړل نو بازار ښه و. موږ به په اوونۍ کې دوه يا درې کتابونه چاپ کول. هغه رقم اوس نشته دی. محصلين هم د پوهنتون د رخصتۍ له امله په کور ناست دي، اول کورونا وه اوس جمهوري نظام په اسلامي امارت بدل شو، په دې کې زیات مشکلات دي،محصلين هم له ستونزو سره مخ دي.»
زده کړيالان هم مني،چې بېکارۍ او کمزوري اقتصاد دا برخه اغېزمنه کړې او ډېری ټولنې د کتاب چاپ او خلک یې اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.
د کابل پوهنتون یو تن زدکړیال احمد شاه بيان وايي:« يو خوا اقتصادي خراب دی، کله چې حکومت تغير شو، کله چې نظام تغير شو، اقتصادي وضعیت پر ټپه ولاړ ودرېد. اقتصادي وضعيت ته يې ستر تاوان واړوه، نو همدغه اقتصادي وضعيت له زدکړیالانو سره مستقیمه اړيکه لري. نو کله چې د خلکو اقتصاد ضعيفه وي، هغوی توان نه لري چې کتاب واخلي.»
له هېواده د خلکو وتل، نشه يي توکو ته د خلکو د مخ کېدو او د مطالعې د پرمختګ په برخه کې د لیکوالو د رول په اړه په کابل کې له مېشت ليکوال مېرزا ګل جلالزی داسې وايي:« داسې دې وکړي،چې د وطن پرستۍ په هکله دې ليکنې وکړي او خلکو ته دې ورزده کړي، چې وطن او وطن پرستي اصلي کار دي. د ليکوال او ويونکي تر څو خلک په دې يقيني کړي چې دا مو وطن دی. دا زموږ خاوره ده او موږ د دې خاورې له پاره خدمت کوو.»
عام باور دا دی، که د هېواد اقتصادي برخې د ښه والي له پاره جدي هڅې وشي، لرې نه ده،چې د خپرندويه ټولنو او کتابخانو اوسنی خراب وضعيت تر يوه حده ښه شي.