د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، هغه بهرنيان چې له افغانستان څخه لیدنه کوي، د کوم سیاسي پروسیجر پراساس نه دي راغلي دي.
په ورته وخت کې دوی وايي، کوم ډیپلوماټان چې له بهرنیانو سره په خبرو بوخت دي، په خپلو دندو کې بریالي او ګټور نه دي.
دوی ټېنګار وکړ چې اسلامي امارات باید سیاسي دستګاه کې داسې کسان وګوماري چې افغانستان له انزوا وژغوري.
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: «ځینې ټیمونه چې دلته راځي او هغوی خبرې کوي، پایلې ته نه رسېږي، مانا یې دا ده کوم ډیپلوماټان چې اوس له بهرنیانو سره خبرې کوي هغوی په خپلو دندو کې ګټور نه دي، افغانستان باید له انزاو ووځي . افغانان په حساسو شرایطو کې دي، داسې ډیپلوماټانو ته اړتیا ده چې افغانستان له اقتصادي او نړیوالو ستونزو وباسي.»
تر اوسه پورې چې کوم نړیوال افغانستان ته د طالبانو د لیدو لپاره راغلي، سفرونه یې نا اعلان شوي دي.
د شنونکي په باور دا کسان د بشري حقونو برخه کې مسولیت لري او تراوسه پورې په ډیپلوماټیکو اصولو څوک کابل ته نه دي راغلي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب عارض وايي: «کوم کسان چې افغانستان ته د اوس لپاره راغلی هغه د بشري حقونو مسولین دي، تر اوسه پورې په ډیپلوماټیکه توګه کوم څوک نه دي راغلي. افغانستان په اساسه مرحله کې ده او طالبان هڅه کوي چې نړیوال وهڅوي. باور دا ده چې مشرانو به ورسره په اساسي مسایلو خبرې کړي وي او نتایج یې نه دي څرګند.»
سره له دې چې د طالبانو له واک ته رسېدو یوه نیمه میاشت کېږي، خو تراوسه پورې یو هېواد هم د طالبانو حکومت نه ده منلی.
د سیاسي چارو شنونکي اوس غوښتنه کوي، د طالبانو او نړیوالو ترمنځ دې د لیدنو او ناستو پایلې له خلکو سره شریکې شي.
دوی وايي، افغانان ناهیلي دي او اړتیا لري چې د خپل هېواد په راتلونکې ښه پوه شي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت حکمت وايي: «هېڅ بهرنی د افغانستان د حکومت اجازې پرته حق نه لري چې سفر وکړي. د نړیوالو او ګاونډیانو د استازو سره د ناستې اجنډا د بحث پروسه او نتایج باید له رسنیو او ولس سره شریک شي، ترڅو موږ له دې انزيوایي او بې ثمره حالت څخه ووځو.»
روسیه، چین او پاکستان د طالبانو په اړه زیات فعال دي. دغه هېوادونه غواړي طالبانو سره ښې اړیکې ولري، خو همدې هېوادونو هم طالبان په رسمیت نه دي منلي.