یو شمیر پخواني چارواکي وایي، د دې وړاندیز هرکلی کوي او دا یو ښه فرصت دی چې طالب مشران ترې ګټه واخلي.
عمر ساپی وايي: «زه فکر کوم،چې د طالبانو حکومت دېته اړتیا لري، چې د نړۍ مشرانو سره هېوادونو ته سفر وکړي، په مهمو غونډو کې ګډون وکړي. د هغوی نظر او اندیښنې واوري او تر ولس یي راورسوي، تر څو طالبان په کومو برخو کې انعطاف وکړي او نړۍ له دوی سره هم نظره شي.»
یو شمیر نور بیا په دې باور دي چې امریکا اړه ده له طالبانو سره تعامل وکړي او په اوسني وخت کې له طالبانو پرته دغه هېواد بل بدیل نه لري.
د پوهنتون استاد ذاکر جلالي وايي: «زما په باور نړۍ اړه ده چې د طالبانو پر مشرۍ د افغانستان حکومت سره تعامل وکړي او دا په خپله هغه عملي شان پیژندنه ښيي، نړۍ بل بدیل نه لري او د سیمې او نړۍ هیوادونه په یوه خوله دي. طالبانو سره به تعامل لري طالبان باید ډېر تعامل وکړي. زه فکر کوم چې دغه هڅې به دیته زمینه برابره کړي، چې اوسنی نظام په رسمیت وپیزني.»
د فارن پالیسۍ نشریې د وروستي راپور له مخې، واشنګټن د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې پر طالب مشرانو د سفر بندیزونه لرې او بهرنیو هېوادونو ته د طالب چارواکو د سفر موده وغځوي.
د مالوماتو له مخې، په دغو بندیزونو کې ۱۴طالب مشران شامل دي، چې پر سفرونو یې د بندیزونو معافیت موده د روانې سپټمبر میاشتې تر وروستۍ نېټې پاېته رسېږي، خو د امریکا د تازه وړاندیز له مخې به دغه موده د ډسمبر میاشتې تر ۲۲ مې نیټې وغځول شي.
کابل تر اوسه پورې د واشنګټن دې دریځ ته غبرګون نه دی ښودلی او نه یې د دې پرېکړې هرکلی کړی، خو د اسلامي امارت مسوولینو په وار وار له امریکا غوښتي، چې دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او له تور لیسته د اسلامي امارت د ځینو مشرانو نومونه حذف کړي.