سرچینې وايي، پرون شپه د کندهار لوی زندان امنیتي مسوولینو غوښتل، چې یو شمېر بندیان له یاد زندانه انتقال کړي، خو د بندیانو لخوا یې مخالفت شوی او اعتراض یې کړی.
د سرچینې په خبره، پولیسو پر اعتراض کوونکو بندیانو ډزې يړې، چې له امله یې ۱۰ بندیان ټپیان شوي او یو بل وژل شوی دی.
د بندیانو غوښتنه دا ده چې له یاد زندانه دې بلې خواته نه لېږدول کېږي.
حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.