Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

محب: د جګړې دوام نه غواړو او که طالبان دوام ورکوي، ځواب یې ویلی شو

admin by admin
2021/07/14

د  افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ویلي، افغانان او افغان‌ حکومت د جګړې غوښتونکي نه دي.

محب زیاتوي، که طالبان پر جګړې ټېنګار کوي،دوی هم چمتو دي، چې له خپلې خاورې او خلکو د دفاع او ساتنې لپاره جګړې ته دوام ورکړي.

محب زیاته کړه:« د افغانستان خلک او حکومت سوله ییز حل غواړي،خو که طالبان پر جګړې ټېنګار کوي،نو بیا بله لار نه شته او موږ اړ یوو،چې جګړې ته دوام ورکړو او له خپلو خلکو دفاع وکړو. د جګړې له لارې سولې ته ورسېږو،هغه څه چې موږ یې نه غواړو.»

د ملي امنیت شوراسلاکار داسې مهال وسله ‌والو طالبانو خبرداری ورکوي، چې دغې ډلې په تېرو دوه میاشتو کې ګڼې ولسوالۍ نېولي او تازه یې ادعا کړې ده،چې په بامیانو او لغمان ولایتونو کې یې درې نورې ولسوالۍ هم لاسته لوېدلې دي.

بل پلو د  ولسي جرګې یو شمېر  غړي بیا وايي، روان حالت اندېښمن کړي او پر دواړو غاړو غږ کوي، چې جګړه بس او د سولې ولاړې خبرې بیا پیل کړي.

د ولسي جرګې غړی رسول خان وايي:«  یو ځل بیا موږ پر دواړو غاړو غږ کوو، چې دا وخت نور د جګړې نه دی. دا جګړه دې ودرول شي. طالبانو سره چې کومې ولسوالۍ دي، هغوی دی خپلو سیمو کې اوسېږي او حکومت دې په خپله ساحه کې اوسېږي. جنګ دې  ختم کړي. ولس ته مهم ټکی دا دی،چې جنګ ختم شي.»

د ولسي جرګې غړی عجب نور منګل: « ګورئ! سیاسي معامله پر دې شوې، یوه ولسوالۍ کې چې ۴۰۰ کسان وي، ته یو زخمی او شهید ورنه کړې، ۲۰ کاله په کې اوسې، نو خامخا یوه معامله ده. د معاملې په شکل دوی شاته شول.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی تواب غفوري روانه جګړه نیابتي او دوام یې یوازې او یوازې افغان وژنه بولي.

غفوري زیاتوي:« کومه جګړه  چې  د حکومت او طالبانو ترمنځ روانه ده، په منځ کې یې قرباني غریب ولس او د افغانستان خاوره ده. دا قرباني کېږي.  نو زموږ ولس ته دا په کار ده، حکومت او طالبانو ته دا په کار دي، چې دا د سولې له لارې، د مفکورې له لارې او د یوې ښیې مشرۍ له لارې، چې یوه ښه لویه اجماع جوړه کړو او له هغې لارې سوله راوړو.»

ملي دفاع وزارت وايي، یو شمېر ولایتونو کې یې پر وسله ‌والو طالبانو ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي او درانه تلفات یې ور اړولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول
افغانستان

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

فبروري 9, 2026
خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist