سرچینې وايي، له کابل څخه د سیاسیونو یو پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي.
سرچینې وایي، د ملي پخلایني عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، مخکینی ولسمشر حامد کرزی، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، محمد یونس قانوني، د سولې په چارو کې د دولت وزیر منصور نادري او یو شمیر نورې سیاسي څیرې د دې سفر ګډونوال دي.
سرچینه وايي، ټاکل شوې د سیاسیونو یاد پلاوی د جمعې په ورځ قطر ته روان شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي پخلاینې عالي شورا تراوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.