د بښنې نړیوال سازمان له افغان دولت غوښتي،چې په فاریاب ولایت کې د کومانډو ځواکونو د وژنې ویډیو په اړه دې پلټنې وکړي.
یاد سازمان د هغو افغان کومانډو ځواکونو وژل جنګي جنايت بللى،چې سي این این امريکايي ټلويزيون يې ويډيو خپره کړې ده.
د سي اېن اېن ټلوېزيون دې ويډيو کې ظاهرا طالب وسله وال کتل کېږي،چې پر لسګونو افغان ځانګړي ځواکونه، چې دوى ته تسلیم کېږي ډزې کوي.
طالبانو دا ویډیو رد کړې ده او ادعا یې کړې،چې دوه ویډیو یو ځای شوي او جعلي جوړه شوې ده.
د سي این این ټلوېزیون بیا ویلي، دا ۴۵ ثانیه يي ويډيو د جون پر ۱۶ مه د طالبانو لاس ته د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ د لوېدو پر مهال ثبت شوې ده.
اوس د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پېښه د طالبانو هغه ادعا هم تر پوښتنې لاندې راولي،چې ګواکې دوی به د سولې بهیر کې د بشري حقونو درناوی وکړي.