په کابل کې د فرانسې سفارت پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،چې حکومت به د جولای په ۱۷مه نېټه یوه ځانګړې الوتنه دې کار ته ځانګړي کړي او له کابله به ټول فرانسوایان بېرته هېواد ته ستانه کړي.
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،دا د فرانسې ټولو اتباعو ته رسمي سپارښتنه ده،چې له دغې ځانګړې الوتنې ګټه پورته کړي،یا دې له خپلو امکاناتو په استفادي سمدستي له دې هېواده ووځي.
خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، که څوک پاتېږي، د جولای له ۱۷مې نېټې وروسته یې له افغانستانه په خوندي ډول د اېستلو ضمانت نه شي کولای.
تر دې مخکې د هند او چین په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم له افغانستانه خپله اتباع اېستلي او یا یې ورته له دې هېواده د ژر وتلو سپارښتنه کړې ده.