Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د کابل او واشنګټن ترمنځ نوي فصل کې باید  له پاکستان سره د امریکا همکاري بنده شي

admin by admin
2021/07/14

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت له پایته رسېدو سره اوس د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو نوی فصل پيل شوی او امریکا افغان حکومت ته ډاډ ورکړی،چې د افغان ځواکونو روزنې، مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي، ښه ده،چې د کابل او واشنګټن ترمنځ نوي فصل کې پر پاکستان فشار راشي او له  دغه هېواد سره مالي مرستې بندې کړای شي.

ځاځي  زیاته کړه:« د امریکا اړیکې د نوی فصل په باب ښې نه دي او زما له نظره مثبته ګټه نه لري. د دې لپاره چې امریکا د جګړې پیلیدونکي دي او دا مسولیت هم لري،چې ختمه یې کړي، ولې امریکا نه غواړي. امریکا که د جګړې پای غواړي،نو باید د پاکستان له ملاتړه لاس واخلي.»

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو شل کلن پوځي ماموریت چې وسله‌ والو طالبانو سره مخامخ جګړه وه، اوس پاېته رسېدلی او امریکا باور لري،چې خپل هدف یې ترلاسه کړی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې له مخې، امریکا نور په ا فغانستان کې وسله ‌والو سره جګړه کې برخه نه اخلي او اوس ټول پوځي عملیات او لارښونه خپله افغان امنیتي ځواکونه پر غاړه لري.

کابل کې د ناټو ځواکونو نوی قوماندان  جنرال فرنک مک کنزي وایي، د دوی د ماموریت یو پړاو له  پای ته رسېدو سره د ټولې کیسې پای نه ده.

نوي پیلېدونکي فصل کې به څلور مهم ټکي شامل وي، په افغانستان کې د امریکا سفارت خوندیتوب د کابل هوایي ډګر فعال ساتل او افغان امنیتي ځواکونو ته د سلا مشورو لړۍ دوام ترڅنګ ترهګرۍ ضد مبارزه ده.

مک کنزي زیاتوي:« دا د ټولې کیسې پای نه، بلکې د یو فصل پای دی، راتلونکې کې به نوي فصلونه پیل شي. د ناټو او امریکایي ځواکونو په مشرتابه کې دا بدلون زموږ افغان متحدینو ته زموږ د نویو ژمنو ښکارندویي کوي.»

امریکایان له دې وروسته افغانستان د سیمې هېوادونو څخه څاري،خو افغان حکومت ته د متوجې ګواښونو په اړه امریکا لا په کوم پوځي اقدام غور نه دی کړی، په داسې حال کې چې افغان حکومت د طالبانو خلاف همکارۍ ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکی سبحان الله مصباح  وايي:« د افغان حکومت او امریکا د اړیکو نوی فصل ځکه سم نه ارزول کېږي،چې طالبان د جنګ په ډګر پیاوړي شوي دي. جنک شدت پیدا کړی دی. افغانان له  اقتصادي ستونزو سره مخ شول،نو اوس امریکا ته لازمه ده،چې په دې اړه خپل موقف واضح کړي او په ضمن کې هغه لازمې مرستې چې اړتیا لیدل کېږي،په نظر کې ونیول شي، تر څو دغه ناورین سره چې افغانان مخ دي، خلاصون پیداکړي.»

پر امریکایانو نیوکې دي،چې په بېړه یې افغانستان پرېښی او دا مهال افغان حکومت د طالبانو له داسې ګواښ سره مخ دی، چې کېدای شي،د ولسوالیو له سقوط وروسته ولایتونو ته مخه کړي.

 بادغیس او کندهار دوه هغه ولایتونه دي،چې په یوه اوونۍ کې پرې وسله ‌والو طالبانو ډله يیز بریدونه وکړل او ځانونه  یې تر مرکزي محبسونو ورسول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول
افغانستان

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

فبروري 9, 2026
خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist