Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ بازار د طالبانو لاس ته ولوېد

admin by admin
2021/07/14

سرچینې وایي، تېره شپه افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ بازار له جګړې پرته طالبانو ته پريښی دی.

د سرچینې په وینا، چې له ښایسته پمپ څخه بیا د وېش تر دروازې ټوله ساحه طالبانو نیولې، او د تادین خان پر کور یې جګړه پیل کړې ده.

که څه هم رسمي سرچینې په دې اړه څه نه وايي، خو هلته ځايي اوسېدونکي وايي، چې د تادین خان کور او مهم امنیتي ځایونه محاصره دي.

اوس جګړه د بولدک د بازار، منار چوک، پوپل مارکېټ، سرحدارۍ او کمیسارۍ سره روانه ده. 

د کندهار ولایتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

سپین بولدک د کندهار بندري، خو مهمه ولسوالۍ ده, چې پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه پرته ده او د اقتصادي راکړې ورکړې مهم ادرس بلل کیږي.

د دې ولسوالۍ د بازار له نیول کیدو سره سم د کندهار ښار پر ۷ مه او ۸ مه امنیتي حوزو هم تېره شپه درنه جګړه شوې، چې د زیان په اړه یې تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې
افغانستان

فبروري 26, 2026
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist