د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، له طالبانو غواړي، چې له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي، له جګړه مارۍ لاس واخلئ او د افغانستان سیاسي میدان ته راشي.
د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې، وانګ دا څرګندونې په دوشنبې کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین محي الدین سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
وانګ زیاته کړې، په افغانستان کې د یوه پوځي قوت په توګه طالبان باید هغه مسوولیتونه وپېژني،چې د ملت پر وړاندې یې لري.
چین، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو ویلي، که طالبان په زور واک ته ورسېږي، د دوی رژیم به په رسمیت ونه پېژني.