Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ خلیل زاد دوحه کې د سولې له مرکچي له ډلو سره کتنې کړي

admin by admin
2021/07/14

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د جولای په ۱۵ مه یوې غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته له تللو وړاندې په دوحه کې یې له افغان مرکچي ډلې  او د طالبانو له پلاوي سره لېدنې کړي دي.

تراوسه پورې د دې لیدنو مالومات رسنیز شوي نه دي،چې په دې اساس وخت کې د سولې په اړه کوم پرمختګونه شوي،چې پر اساس یې کېدای شي افغانستان کې د جګړې تاو واړوي.

بل پلو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ  وایي، مقابل لوري سره هم ناستې روانې دي، خو داسې څه نه شته،چې له  مطبوعاتو سره یې شریک کړي.

وردګ زیاته کړه:«مجلسونه شوي او مقابل لوري سره هم ناستې روانې دي البته داسې خاص شی چې هغه له مطبوعاتو سره شریک شي، نه شته دي.»

په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د پلاوو ترمنځ د پردې ترشا هم بحثونه پیل شوي، خو مالومات یې تراوسه پورې رسنیز نه دي.

 د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، خلیل زاد سره د دوی په لېدنه کې د سولې پروسې په ستونزو او دغه راز د مذاکراتو پر چټکتیا خبرې شوي دي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر ویس ناصري بیا وایي،امریکا له طالبانو او پاکستان سره پټې ناستې روانې کړي او د خلیل زاد ټولې هڅې د دوی له وتلو وروسته د امریکا د خوندیتوب لپاره دي.

ناصري زیاتوي:« د سولې په اړه د خلیل زاد ژمنې چې هغه د جګړې،تاوتریخوالي، اوربند او سیاسي توافق او نوي حکومت تشکیل دی، هېڅ ګام نه ده پورته شوی. هر سفر او اړیکه یې اوضاع پېچلې کړې ده. خلیل زاد له طالبانو او پاکستان سره پټې اړیکې لري،چې د افغانستان راتلونکي او طالبانو حاکمیت لپاره دي. یوازې دنده یې دا ده،چې له پاکستان او قطر تعهد واخلي،چې امریکا ته راتلونکې کې ګواښ جوړ نه شي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي  استازي داسې مهال په نوي سفر راوتلی او مرکچي ډلو سره یې کتلي،چې تمه ده قطر ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي  شورا پر مشرۍ د سیاسیونو یو پلاوی دوحې ته ولاړ شي.

  طالبانو د سولې خبرو اترو په درشل کې ایران، روسې او ازبکستان ته سفرونه وکړل او موخه یې د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې او د سولې پروسه وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول
افغانستان

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

فبروري 9, 2026
خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist