پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د سولې لپاره به ډېر ژر جدي مذاکرات پيل شي.
کرزي له حکومت وغوښتل،چې د سولې لپاره راغلي فرصتونه دې نه ضایع کوي او طالبان دې ویجاړی نه کوي.
کرزي طالبانو ته په خطاب کې وویل، د خپلې خاورې ارزښت وپيژنئ، د ولسوالیو له نیولو هېڅ نه شئ تر لاسه کولی.
کرزي وویل، افغانستان هېڅ بهرنی اړخ له منځه نه شي وړلی،خو که موږ یې وسیله نه شو.
د افغانستان او امریکا اړیکو ته په اشارې حامد کرزي وویل، امریکا به هلته دوست هېواد وي ،چې افغانستان کې سوله او حاکمیت وي.
ځوانانو ته د ولسمشر حامد کرزي پیغام دا وه،چې بهرنیو هېوادونو ته دې نه ځي،همدلته دې پاتې شئ او د نورۍ نړۍ د ځوانانو په څېر خپله انرژي د خپل هېواد لپاره وکاروئ.