د چین ختیځ جیانګسو ولایت په سوژو ښار کې پرون د یوه هوټل ودانۍ لوېدلې،چې له امله یې ۸ کسان مړه شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، په دې پېښه کې ۹ کسان لاهم تر خاورو او ډبرو لاندې نادرک دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې ودانۍ کې د لوېدو پر مهال ۲۳ کسان وو.
چارواکي وايي، د ژغورنې ډلې په سیمه کې دي او هڅې کوي،چې بند پاتې کسان وژغوري.
د چارواکو په خبره، د ودانۍ د لوېدو لامل تر اوسه پورې څرګند نه دی او په اړه یې څېړنې روانې دي.