د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د ترکي ځواکونو پاتې کیدل د دوحې هوکړې خلاف عمل دی.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،چې د ترکي سرتېرو پاتې کېدو پریکړه ناسنجیده ګام دی او دوی یې پر کلکو ټکو غندي.
په خبرپاڼه کې له ترکي چارواکو غوښتنه شوې،چې دا پریکړه بېرته واخلي، ځکه
د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل،هغه که د هر هېواد او په هر نوم وي ،دوی ته د اشغال په مانا دی.
طالبانو ګواښ کړی، که ترکي چارواکي له خپلې پریکړې پر شا نه شي، نو دوی به د ۲۰۰۱ زېږدیز کال هغې فتوا پر اساس ور سره چلند وکړي،چې یو نیم زر دیني عالمانو کړې ده.
طالبان وروسته له هغې دا خبرداری ورکوي،چې ترکیې رسما اعلان وکړ،له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به یو شمېر ترکي ځواکونه د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې لپاره دې هېواد کې پاتې کېږي.