په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر دنده پای ته ورسېده او له دې وروسته دغه مسوولیت د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک کینټ مک کنزي پر غاړه لري.
د مک کنزي د پېژندنې په غونډه کې پخواني قوماندان جنرال سکاټ مېلر روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله او وسله وال طالبان یې د روان تاوتریخوالي مسوول وبلل.
مېلر زیاته کړه:« ما طالبانو ته وویل،چې پوځي اړخونه باید سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي. زه پوهېږم،چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. زه په دې بارو یم،چې په دې ډول تاوتریخوالي سره سیاسي جوړجاړي ته رسېدل ډېر سخت دي. طالبان هم د روان تاوتریخوالي مسوول دي او دا د افغانانو د تمې خلاف دی،چې باید پای ته ورسېږی.»
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نوی قوماندان چې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان و، داسې مهال نوی ماموریت ورته سپارل کېږي،چې دې هېواد کې په بې سارې توګه جګړې زور اخېستی او طالبانو پر لسګونو ولسوالیو ولکه ټېنګه کړې ده.
هغه په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان کې د دوی پوځي ماموریت پایته رسېږي،خو افغانستان او افغان ځواکونو سره یې د اړیکو، همکاریو او ملاتړ نوی فصل پرانېستل کېږي.
مک کینزي وايي: « موږ په نوي پړاو کې په دې څلورو مواردو تمرکز لرو، په افغانستان کې د امریکا ډیپلوماټیک ماموریت خوندیتوب، د کابل هوایي ډګر فعال ساتل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د سلا مشورې او د ترهګرۍ ضد مبارزه.»
مک کینزي په افغانستان کې د امریکا او ناټو غړو هېوادونو شل کلن پوځي ماموریت بریالی وباله او زیاته یې کړه،هغه موخه چې دوی یې د ترلاسه کولو لپاره دوه لسیزې وړاندې افغانستان ته راغلل، ترلاسه شوې ده.
مک کینزي زیاتوي:« افغانستان ته د ناټو او امریکایي ځواکونو راتګ موخه دا وه،چې اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ زېږدیز کال پېښې له امله عدالت ته راکاږي او دا چې افغانستان بیا د هغو کسانو پټن ځای نه شي، چې یاده پېښه بیا تکرار کړي. موږ دواړه موخې ترلاسه کړي دي.»
د مک کنزي پېژندنې غونډه کې،چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار، د ملي دفاع سرپرست وزیر او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی و، جنرال مک کنزي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ،چې ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې، د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.