Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ادانوم: د کورونا ډېلټا بڼه ښايي ژر ټوله نړۍ کې خپره شي

admin by admin
2021/07/13

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ټېډروس ادانوم  جنیوا کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د کورونا وبا ډېلټا بڼه په چټکۍ سره خپرېږي او ښايي ډېر ژر په ټوله نړۍ کې خپره شي.

ادانوم وايي،ښايي د کورونا له دې نوې بڼې سره پېښې  او مړېنې هم زیاتې شي.

دغه راز ادانوم وايي، نړۍ ګوري،چې د کورونا وبا  خپلې بڼې بدلوي او د خپرېدو وړتیا یې لا زیاتېږي.

ډیلټا بڼه چې لومړی په هند کې پېژندل شوې، تر اوسه پورې  د نړۍ ۱۰۴ هېوادونو  کې یې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې ادانوم وايي، تېره اوونۍ څلورمه مسلسله اوونۍ وه،چې د نړۍ پر کچه د کورونا وبا مثبتې پېښې په کې زیاتې شوې دي.

هغه همدارنګه زیاتوي،چې د لسو اوونیو کمېدنې راهېسې د کورونا وبا له امله د مړینې کچه هم بیا لوړه شوې ده.

 کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت  په ووهان ښار کې پیدا شوه.

د امریکا متحده ایالتو  د جان هاپکنز پوهنتون  د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې  پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له  ۱۸۷.۲ میلیونو لوړ شوی او په څه باندې ۴ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې
افغانستان

فبروري 26, 2026
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist