د ملي امنیت ۰۳ قطعې له لورې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې تېره شپه یې د اوومې حوزې اړوند سیمو کې د عملیاتو په مهال د ۲ مهمو طالب قومندانانو “الماس او فدا محمد” په ګډون ۲۷ طالبان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.
سرچېنې لیکلي، الماس او فدا محمد هغه طالب قوماندانان وو، چې د کندهار ښار اوومې حوزې جګړې مشري یې کوله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تېرې جمعې ورځې راهیسې دغو سیمو کې طالبانو سخته جګړه پیل کړې، ځینې سیمې یې له حکومتي ځواکونو نیولي او سلګونه کورنیو خپل کورونه د جګړې له ویرې پرېیښي.