(ای سربازه یاره) او په (مینه دا وطن) دوه هغه پخوانۍ حماسي سندرې دي، چې افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت له لوري بیاځلي بولل شوي، نن یې پرانیسته وشوه او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډالۍ شوې.
د یاد انستیتیوت مشر محمد ناصر سرمست وايي، دا دوه سندرې په روان حالت کې د امنیتي ځواکونو مورال لوړولو په موخه ویل شوي دي.
سرمست وايي، سره له دې چې د تېر پرتله له حماسي موسیقۍ پام اوښتی، خو دوی هڅه کوي، دا هنر ژوندی وساتي.
د سرمست په خبره، په روانو حالاتو کې د حماسي سندرو اړتیا ډېره ده چې د موسیقۍ او هنر له لارې د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو مورال لوړ کړي.
سرمست زیاته کړه:« په دې سندرو کې د وطن مینه، د خلکو مینه، د خلکو تر منځ قربانۍ او سرښندې ته تیاری او د ملي نوامیسو او فرهنګي تنوع یادونه شوې،چې اوس مهال یې اړتیا ډېره لېدل کېږي.»
د افغانستان موسیقۍ انستیتوت استاد محمد قمبر نوشاد بیا وايي: « ویاړم چې د موسیقۍ له لارې خپله برخه مسولیت چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دی ادا کوم او په سختو حالاتو کې یې تر څنګ درېږم.»
د افغانستان د موسیقۍ انستیتیوت له لوري د پخوانیو دوو سندرو بیا بوللو پرانېست غونډه کې د ولسمشر سلاکار او د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مشر وحید عمر هم ګډون کړی و.
عمر د یاد انستیتیوت د دې کار ستاینه او هرکلی وکړ او روانو حساسو شرایطو کې چې جګړې زور اخېستی د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ یې د هر افغان دینې او ملي مسوولیت یاد کړ.
عمر زیاته کړه:« حماسي سندرې د مورال، انګیزې او په خلکو کې د بیدارۍ په برخه کې مهمه ونډه لري. موسیقي او حماسي سندرې په هغو مقاومتونو کې ډېرې مهمې دي،چې د ظلم او جبر پر وړاندې ترسره کېږي.»
د دې حماسي سندرې شعر او هنریت ښايي ډېری افغانانو او د موسیقۍ مینه والو ته اشنا وي، چې لسیزې پخوا په ۱۹۸۰ یم کال کې د بخت زمينې په غږ ویل شوې او د امنیتي ځواکونو د مېړانې، سرښندنې او اتلولۍ یادونه په کې شوې.
لس کاله کېږي چې د افغانستان د موسیقي انستیتیوت د آرکستر ډله فعالیت کوي او د موسیقۍ له لارې خپل پیغام افغانانو او نړیوالو ته وړاندې کوي.