Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت: له ۱۸ میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

admin by admin
2021/07/12

په کابل کې د مالیې سرپرست وزیر محمد خالد پاینده د ملګرو ملتونو سرمنشي د استازي مرستیال سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال وویل، د اټکل له مخې، ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې به  ۱۸.۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

افغان حکومت او ملګرو ملتونو پر ګډه  له نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوله ټینګار وکړ، چې یاد کسانو سره د مرستې لپاره یو اعشاریه دری ملیارده ډالرو ته اړتیا ده.

پاینده بشري مرستې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره اړینې بولي او ټینګار کوي،چې افغان‌ حکومت د یو لړ برنامو پلي کولو لپاره نږدې دوه نیم سوه میلیونه ډالره مرسته کوي.

پاینده زیاته کړه:«دې اړتیا ده،چې د بشري مرستو لپاره پر ګډه غږ وشي  او پر همدې اساس نن  د افغانستان اسلامي جمهوري  او ملګري ملتونو  پر ګده دغه هڅې پيأ کړي دي، ترڅو له انساني ناورین مخنیوی وشي. یو څو درسونه مو چې له تېرو وچکالیو  او ورته افتونو زده کړي، یو دا چې د حکومت مشرتابه همغږي پر مخ یو سي، نو تل کولائ شو، چې غوره پایلې ترلاسه کړو.»

بل پلو د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي مرستیال رامز الاکبروف بیا  وايي، لږ تر لږه د افغانستان نیم نفوس بشري مرستو او د خوندېتوب ملاتړ ته اړتیا لري.

رامز الاکبروف زیاته کړه:« د اوسني بېړني وضیعت او وچکالۍ له امله درېیمه برخه خلک د خوړو نه خوندیتوب ستونزې سره مخ دي او له پنځوو کلونو کم عمره ماشومانو نیمایي یې له خوارځواکۍ سره مخ دي. له دې سربېره کورونا وبا او د جګړو شدت نورې هغه ستونزې دي،چې روان بحران یې رامنځته کړی دی.»

هغه زیاته کړه،سږ کال امن او نا امنه سیمو کې لسګونه د بشري مرستو رسوونکي په نښه شوي دي.

رامز ټینګار وکړ،چې د بشري مرستو رسوونکي بې ‌طرفه دي او نه باید په نښه شي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي،چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د افغان‌ ځواکونو او وسله‌ والو طالبانو ترمنځ نښتو تربل هر وخت زور اخیستی، یو شمېر سیمې د طالبانو لاسته لوېدلې او زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول
افغانستان

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

فبروري 9, 2026
خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist