د امریکا سنا جرګې غړي ادم کینزینګر ویلي، افغانستان کې جګړو زور اخیستی او دغه حالت د تمې خلاف دی.
کینزینګر ویلي، که حالت په همدې ډول دوام وکړي،نو ښايي امریکايي ځواکونه اړ شي،چې بیرته افغانستان ته ستانه شي.
دغه امریکايي سناتور دا هم ویلي، هېڅ داسې ثبوت نشته،چې وښيي طالبانو له القاعده ډلې سره اړیکې پرې کړي دي .
هغه په دې حساسو شرایطو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اېستل ستره تیروتنه بللې ده.
نوموړي دا هم ویلي،چې د بایډن حکومت په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هېڅ راز وضاحت نه ورکوي او خلک حق لري،چې په رامنځ ته شوي ابهام پوه شي.