د پروان بریښنا رییس روح الله ساجد ویلي، د برښنا پایه نن سهار شاوخوا څلور نیمې بجې د دغه ولایت په چنګل باغ سیمه کې الوځول شوې ده.
ساجد وايي، د بریښنا پایې ته څلور ماینونه ځای پر ځای شوي وو، چې دوو چاودنه کړې او دوه نور بیا افغان ځواکونو شنډ کړي دي.
دمګړۍ د کابل ښار او یو شمیر نورو ولایتونو برښنا پرې شوې ده.