ولسمشر اشرف خوست ته د سفر پر مهال طالبان وننګول چې، د نورو لپاره دې جګړه بس کړي او ژمنه دې وکړي، چې ډیورنډ کرښه یې نه ده منلې او د افغانستان اوبه به نه پلوري.
ولسمشر غني خوست کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د کوم هیواد نوم وا نه خیست خو زیاته یې کړه، چې ټول په دې پوهېږي، چې طالبان له کومه راځي او مرکزونه یې چېرته دي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د نظام له منځه د نظام تخریب کوونکو ته یې حوصله ختمه شوې او که لاس په سر نه شي ولس ته به یې مخونه تور وي.