د پښتو ژبې نوموتی لیکوال نصیراحمد احمدي د ۴۷ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله تېر ماښام د کابل په یو روغتون کې ساه ورکړه.
احمدي له تېرو لسو ورځو راهیسې پر کورونا ناروغۍ اخته او په روغتون کې بستري و.
نوموړی د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې له ۲۰ ډېر د ناولونو، لنډو کیسو او د مشهورو لیکوالانو د ژوند لیکونو کتابونه یې لیکلي وو، د هغه په چاپ شوو اثارو کې تر ټولو مشهور د “نیکه” او “بغدادي پیر” په نومونو دوه تاریخي ناولونه دي.
د نوموړي له مړینې سره سم په کور دننه او بهر ګڼ شمېر لیکوالانو او د هغه د چاپ شوو اثارو مینه والو پر ټولنیزو رسنیو د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي او د احمدي مړینه یې د پښتو ادب لپاره ستره ضایع بللې ده.