د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر وایي، په کندهار ولایت کې یې له کونسلګرۍ خپل ډيپلوماټان اېستلي، خو په خبره یې کونسلګرۍ یې تر اوسه پورې نه ده تړلې.
په ورته وخت کې شنکر وایي، دغه ګام یې لنډمهالی دی.
د شنکر په وینا،کندهار کې به یې کونسلګري د ځایي کارکوونکو پر مرسته خپلو چارو ته ادامه ورکوي.
نوموړي زیاته کړې،چې په افغانستان کې د سولې او امنیت له راتګ سره په بشپړه توګه همکاري کوي او د دې غوښتونکي دي، چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي.
هند تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و،چې په افغانستان کې به یې ديپلوماتیک ماموریت دوام کوي.