د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه په جګړه کې برلاسي دي او وسله والو طالبانو ته یې درانه تلفات ور اړولي دي.
دفاع وزارت زیاتوي چې، په بادغیس، هلمند او غزني ولایتونو کې یې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي او زیاتې سیمې یې بېرته ترې نیولې دي.
خو له بل لوري طالبانو بیا ادعا کړې، چې اسلام کلا بندر یې اوس هم په واک کې دی او تازه یې نورې سیمې هم نېولې دي.