تخار کې د تېرې شپې جګړې له امله اویا طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي، جګړې تېره شپه شاوخوا ۸ بجې د تخار ښار اړوند چشمه شېر، ابدال، کنجک، سرای سنګ او قلعه ژوبین سیمو کې شوي دي.
اسیر وايي، دغو جګړو کې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.