د حيرتان ښارګوټي له امنيه قومندانۍ څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه سوداګريز بندر پر دفاعی پوستو بريدونه وکړل، چې د امنيتي ځواکونو لخوا په شاه وتمبول شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د رامنځته شوې جګړې له امله يې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولې، خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه کړې.
په ورته مهال بيا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شويو معلوماتو کې ويلي، چې تېره شپه يې د حيرتان بندر يوه دفاعي قرارګاه سقوط کړې او ۲۴ تنو دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو په ياده جګړه کې د يوه طالب د وژل کېدو او يوه بل د ټپي کېدو پخلی هم کړی دی.