د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتېګوس ویلي، امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي نو د سیمې د هېوادونو په تېره د روسیې او چین مسوولیت دی، چې دغه هېواد ته د سولې په راتګ کې همکاري وکړي.
د نوموړې په خبره، د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده.
اورتېګوس وایي، چین له افغانستان سره ګډه پوله لري او روسیه په سیمه کې له پراخ نفوذ برخمن هېواد دی نو ځکه یې د سولې په برخه کې همکارۍ هم اړینې او اغېزناکې دي.
نوموړې ویلي، چې امریکا له افغان سولې سره د همکارۍ لپاره د سیمې هېوادونه هڅولي دي او بیا به هم خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
هغې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه هم ویلي، چې افغانستان پیاوړی پوځ لري او کولی شي په همغږۍ سره د ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.