د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوي د مذاکراتو چټکتیا او اجنډا ټاکلو لپاره د درېیمګړ ي غوښتنه کړې او له طالبانو یې هم غوښتي دي، چې په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړي.
د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وايي: « د دواړه مذاکراتي ټیمونو د تماس ګروپونو ترمنځ د اجنډا پر اساسي موضوعاتو باندې جدي خبرې دوام لري، جمهوریت پلاوي او مقابل لوري تمه کېږي، چې خپل دریځ اعلان کړي، ترڅو د مذاکراتو روان پروسه ګړندۍ شي.»
طالبان بیا وايې، ناستې دوام لري او د اجنډا ټاکلو لپاره پر ځینو مسایلو توافق هم شوی، خو اعلان به یې هغه مهال کېږي چې پرټولو اختلافي ټکو سره هوکړې ته ورسېږي.
د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي: « د مسلې سوله ییز حل لپاره دلته په دوحه کې ناستې روانې دي، لومړی مشترکه اجنډا جوړېږي او بیا پرې مذاکرات کېږي، تر اوسه پورې پر ځینو وړاندې شویو ټکو توافق شوی، خو اعلان یې هغه مهال کیږي، چې په ټولو ټکو توافق وشي او یا یې دواړه خواوې اعلانیدل اړین وګڼي .»
بل پلو، د سولې سازمان مشر زمان ګل دهاتي وايي، د افغانستان قضیې حل لار سیاسي تفاهم دی او په همدې موخه یو ځل بیا بین الافغاني خبرې پیل شوي او دواړه لوري باید سیاسي حل ته لومړیتوب وکړي.
دهاتي زیاته کړه: « د افغانستان قضیې حل لار سیاسي تفاهم دی او د همدې لپاره په دوحه کې مذاکرات کېږي، چې دواړه لوري مذاکرات د قدرت مسلې پرحل متمرکز وکړي.»
د بین الافغاني مذاکراتو له پیله تر دې مهاله اوربند د افغان حکومت مرکچي پلاوي له مهمو غوښتنو ده، خو تردې مهاله په مذاکراتو کې پرې هوکړه نه ده شوې او لاهم جګړو زور اخېستی دی.