د هلمند امنیه قوماندانۍ وايي، جګړې او هوايي بریدونه د هلمند په نهر سراج او ناوې ولسوالیو سربېره د لسمې حوزې اړوند بشران، سور ګدر او د ۶۰۱ شهرا کنډک اړوند کمربندي سیمو کې ترسره شوي، چې پر مهال یې ۶۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سرچېنې په وینا، دغو بریدونو کې ۵۳ وسله وال طالبان وژل شوي ا و ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.