د خوست ولایت ملکي هوايي ډګر نن له غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په رسمي ډول د الوتنو پر مخ پرانېستل شو.
ولسمشر غني چې یو دولتي پلاوي ورسره ملګری دی، په هوایي ډګر کې یې د هغو مسافرو هرکلی وکړ،چې له متحده عرب اماراتو په مستقیمه الوتنه کې خوست ته راغلي وو.
ولسمشر غني راغلو مسافرو او د خوست خلکو ته د دې هوایي ډګر د جوړیدو مبارکي ورکړه.
بل پلو د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي وايي، دا په هېواد کې پنځم ستر هوايي ډګر دی،چې نړیوالې الوتنې به ترې کېږي.
صالحي زیاته کړه، د یاد هوايي ډګر کارونه په ۱۳۹۰لمریز کال کې د ملکي هوايي چلند ادارې له لوري پيل شوي ول، چې دا مهال بشپړ شوي دي.
د صالحي په خبره، سر له نن به د اریانا او اماراتو هوايي شرکتونه خپلې الوتنې له دغه هوايي ډګر پيل کړې،چې ورسره به له دبۍ خوست او برعکس له خوست کابل او بیا دبۍ ته الوتنې کېږي.
دا له کابل، هرات، بلخ او کندهار وروسته پنځم ستر هوايي ډګر دی،چې ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي.