د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، تر څو چې افغانستان کې اوسنی وضعیت دوام ولري، دوی د افغانستان په اړه هېڅ کار نه کوي.
سرګي لاوروف، د طالبانو لخوا د یو شمېر ولسوالیو نیولو ته په کتو ویلي، تر څو چې دا ډول وضعیت روان وي، روسیه د هېڅ ډول اقدام اراده نه لري، خو ټینګار یې کړی، چې باید افغانستان کې ښکېلې غاړې یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.
ویل کېږي، طالبانو مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې جنګیالي به یې د نورو هېوادونو خاوره لاندې نه کړي او نه به ورته کوم ګواښ پېښ کړي.